IQNA

 د قدر په شپه د قرآڼ کریم دنازیلیدو څرنګوالی

14:23 - April 19, 2022
د خبر لمبر: 3485704
تهران (ایکنا) –د قرآن کریم د نزول څرنګوالی یوه داسې مهمه موضوع ده  چې له هماغه پيله ورباندې پوښتنې راپورته شوي دي  او ددغې موضوع د بیانولو لپاره د قرآن کریم یو شمیر آيتونه نازل شوي دي .

ایکناخبری آژانس راپور  راکوي ،ظاهرا د قرآن کریم ځیني آیتونه د قدر په شپه د قران  کریم د نازیلیدالپاره یو ډول په یو ځاي نازیلیدا ده ، چې په مسلمانانو کې ددغې شپې د ډير زیات اهمیّت سبب ګرځيدلې ده .

«شَهْرُ رَمَضانَ الَّذی أُنْزِلَ فیهِ الْقُرْآن‏» یعني قرآڼ کریم د روژې پّ مبارکې میاشتې کې نازل شوی دی . همداراز خداوندکریم د دخان سورې له لومړي تر دریم پورې په ایتونو کې فرمائي ؛ «حم، وَ الْکِتَابِ الْمُبِینِ، إِنَّا أَنزَلْنَهُ فىِ لَیْلَةٍ مُّبَرَکَةٍ إِنَّا کُنَّا مُنذِرِین‏»   چې په یوې برکتناکې شپې کې د قرآن کریم  پر نازیلیدا دلالت کوي . د قرآن  کریم په یوه بل ځاي کې هم لولو،چې راغلی دي ؛  إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فىِ لَیْلَةِ الْقَدْر    چې روښانه کیږي،د قرآن کریم د نازیلیدا وخت د قدر شبه ده . ددغو درو ایتونو له ټولګې پوهیږو  چې د روژې په مبارکې میاشتې کې د قدر په نامې سره برکتناکه شبه شته چې قرآن کریم پکې نازل شوی دی .

دغه شپه همداراز د کال ترټولو له فضیلته ډکه شبه  او د ګناهانو د بخښل کیدا ترټولوښه وخت معرفی شوی دی  چې پکې فرښتې مخکې ته راکوزیږي  او د بندګانو د راتلونکي کال تقدیرونه  ټاکل کیږي . تَنَزَلُ الملائکة وَ الروُحُ فیها بِاِذن‌ِ رَبِهِم مغن کُلِ امرٍسلام هِیَ حتی مطلَعِ الفَجرمٔ*

د قدر شپه په چورلټ ډول  په روژې مبارکې میاشتې کې واقع ده و خو دقیق وخت ئې روښانه نه دی . د نولسم ،یویشتم ، درویشتم  او اوه ویشتم شپې د قدر د شپېد پیښیدا د احتمال به توګه ذکر شوي دي، چې په درویشتم او اوه ویشتم شپو باندې زیات تینګار شوی دی .مومنان په دغو شپو کې تر سهار پورې بیدار وي او د خداي په درګاه کې لمنځ او عبادتونه کوي او استغفار کوي . په دغو شپو ځينو ډيرو مهمو دعاګانو زمزمه کولو باندې ډير ټينګار شوی دی . د روژې د مبارکې میاشتې یویشتمه شپه د  حضرت امام علی علیه السلام دشهادت شپه  ده .

قرآن کریم سوکه سوکه او په ځينو روایتونو کې په دوو موردونو کې نازل شوی دی .ظاهرا ډير آيتونهپر دغه مطلب دلالت کوي  او ډير روایتونه ئې تائيدوي .

علامه طباطبائي د قرآن کریم دنزول په توضیح کې وئيلي دي ،قرآن له هغه څه ډير لوړدی چې مونږ  ئې پخپل عادي فهم سره درک کوو ،قرآن کریم یو موټی او له ویشل کیدا پرته یو حقیقت لري  چې هیځکله پکې د بدلون لاره نشته .

https://iqna.ir/fa/news/3720584/

captcha